د پاکستان د ټاکنو کمیسیون اعلان کړی چې خپلواک، خو د پخواني صدراعظم، عمران خان په تحریک انصاف ګوند پورې اړوند نوماندانو د پاکستان د پارلمان ۹۱ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
دې کمیسیون ویلي چې د پخواني صدراعظم، نواز شریف مسلم لیګ ګوند بیا ۷۱ څوکۍ ګټلې او په دویمه درجه کې راځي. همداراز د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند د ۵۴ څوکیو په ګټلو سره په درېیمه درجه کې راځي.
د راپورونو له مخې، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف او نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوندونه له ټاکنو او رایې شمېرلو وروسته د بریا دعوې کړې دي.
د ویلو ده چې د پاکستان ټاکنې پنجشنې د سلواغې ۱۹مه د ګوندونو په منځ کې سیاسي فشارونو، امنیتي ناامنیو سربېره په بلوچیستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې وشوې.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په یادو ټاکنو کې له ۱۲۸میلیون څخه زیات کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر وو.
د پاکستان دولت د ټاکنو په ورځ د امنیت د ټینګښت په موخه په ټول هېواد کې انټرنټ او تلفوني شبکې بندې کړې وې چې ډېری پاکستانیانو له هغوی شکایت کړی او د ټاکنو روڼتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرینو چارو وزارت په پاکستان کې د ټاکنو پرمهال پر یادو محدویتونو اندېښنه ښودلې ده.