Home » افغانستان » “د پاکستان يو تازه پلاوی له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی”

“د پاکستان يو تازه پلاوی له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی”

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان ته د دې هېواد د ديني عالمانو د پلاوي له ورستنېدو سره سم، له پاکستان څخه يو ۱۷ کسيز بل پلاوی د ټي‌ټي‌پي له مشرانو سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی دی.

 ورځپاڼې په راپور کې ويلي، چې د دې پلاوي ډېری غړي پرون د شنبې په ورځ د (زمري په ۸مه) کابل ته رسېدلي دي او پاتې نور به يې نن يک‌‌شنبه ور ورسېږي.

ډان ورځپانې زياته کړې، چې د دې ۱۷ کسيز پلاوي په ترکيب کې د پارلمان غړي، حکومتي چارواکي او قومي مشران شامل دي، چې د څلورو ورځو لپاره به په کابل کې پاتې شي او دغلته ته به د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره د پاکستان د دولت په استازولۍ د سولې مذاکراتو وکړي.

کابل ته د دې تازه پلاوي د راتګ په اړه د افغانستان سرپرست حکومت او د پاکستان حکومت په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

له دې وړاندې د تقي عثماني په مشرۍ د پاکستان ديني عالمانو پلاوی کابل ته راغلی و او د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره يې د سولې خبرې کړې وي.

يوې سرچينې په دې اړه ويلي، چې عثماني تحريک طالبان پاکستان مشرانو ته د پاکستاان د دولت خلاف د وسله‌والې جګړې په مخالفت کې، د پاکستان د دارالمدارس فتواوې وړاندې کړي؛ خو برعکس تحريک طالبان پاکستان ډلې پر هغو شرطونو ټينګار کړی، چې د تېرو مذاکراتو پرمهال يې مطرح کړي دي.

په دې شرطونو کې يو شرط له قبايلي سيمو څخه د پاکستان د پوځ وتل او دغه راز د يادو سيمو د خپلواکۍ بېرته اعاده کول شامل دي؛ خو پاکستاني لوري بيا دا شرط جنجالي بللی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...