د پاکستان يو شمېر مطرح سياسي ګوندونو د افغانستان سولې په پروسه کې د پاکستان پر رول او پاليسۍ شک څرکند کړی او زياته کړې يې ده چې په ياده برخه کې د پاکستان حکومت پاليسي نيمګړې ده.
د يادو ګوندونو له ډلې د پاکستان پېپلز پارټۍ اندېښنه ښودلې، چې د افغانستان سولې په برخه کې د اسلاماباد ناسمه پاليسي ښايي په پاکستان کې هم د ناامنۍ سبب شي.
د دغه ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په لاهور کې د چهارشنبې ورځې (چنګاښ ۳مې) چاودنې ته په اشارې چې ۳ تنه په کې ووژل شول او ۲۱تنه نور په کې ټپيان شول، د افغانستان سولې په اړه د پاکستان پاليسي نيمګړې وبلله او له همدې کبله يې په ياده برخه کې د نوموړي هېواد پر رول او کردار نېوکې وکړي.
نوموړي له رسنيو سره د خبرو پرمهال زياته کړه، د پاکستان حکومت بايد په پارلمان کې د خلکو استازو ته واضېح کړي چې د افغانستان سولې په اړه د دروازې تر شا پټ پر څه بوخت دي؟ ګني په خبره يې په پاکستان کې به د لاهور وروستۍ چاودنې په څېر بريدونه لا زيات شي.
په لاهور کې پرونۍ چاودنه د لشکر طيبه وسلهوالې ډلې د مشر حفيظ کور مخې ته شوې. لشکر طيب وسلهواله ډله په افغانستان او د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې چې مرکزونه يې په پاکستان کې دي، فعاليت کوي.
افغان حکومت تل نېوکه کړې چې له ترهګرۍ او په ځانګړې توګه له طالبانو سره د پاکستان همکارۍ دوام ته په پام سره دې هېواد د سولې له پروسې سره مطلوبه همکاري نه ده کړې.