د پاکستان یو مخکښ خبريال چې د دې هېواد د پوځ له منتقدینو وو، تر تښتول کېدو شااوخوا ۱۲ ساعته وروسته راخوشې شو.
مطیعالله جان د پاکستان له مشهورو خبریالانو دی چې پرون د جولای په ۲۱مه نېټه په اسلاماباد کې وتښتول شو. له هغه راهیسې د ده د ژوند په اړه اندېښنې راپورته شوې دې.
د بخښنې نړیوال سازمان د مطیعالله جان د راخوشې کېدو هرکلی کړی او د پاکستان له حکومتهیې غوښتي چې په زوره د غیبولو عمل دې جرم وپېژني او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې قانون جوړ کړي.
د پاکستان د مخکښ خبریال مطیعالله جان همکار اسد تور وايي: “یو شمېر کسانو په اسلاماباد کې د مطیعالله جان د موټر مخه ونیوله او هغهیې له ځان سره یووړ.”
د امنیتي کمرو په وېډیو کې ښکاري چې یو شمېر سړي یو کس له خپله موټره راکشوي او یو بل موټر ته اچوي. مېرمنيې وايي، په وېډيو کې مخکېنی موټر د مطیعالله جان دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز یوازې دومره وویل چې د مطیعالله جان تښتول کېدل تأییدوي.
د پاکستان مخکښو سیاستوالو، فعالانو او خبریالانو پر ټويټر د دغه خبریال د راخوشې کولو غوښتنه وکړه او د ‘مطیعالله بېرته راولئ’ په نومیې یو هشټګ پیل کړ.
اتریش مېشتې د خبریالانو د حقونو ادارې هم غوښتنه کړې وه چې مطیعالله جان دې ژر تر ژره ازاد کړای شي.
د دې ادارې مرستیال رئیس سکاټ ګریفن په یوه اعلامیه کې وویل: “موږ بېره لرو چې د مطیعالله جان ژوند په خطر کې دی او د ده د موندلو په برخه کې باید چټک اقدامات وشي او ډاډ دې ترلاسه شي چې دی به هرومرو راخوشې کېږي.”
ګریفن زیاته کړې: “په پاکستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته په کتو باید چارواکي د مطیعالله جان په ژوند ژغورلو کې ځنډ ونهکړي.”
مطیعالله جان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په ورځپاڼو، راډیوګانو او ټلوېزیونونو کې کار کړی او د ده د ملګري عزیز سید په وینا مخکې هم ورباندې حملې شوي.
وروسته له هغه چې د پاکستان وقت ټلوېزیون دی له دندې ګوښه کړ او د راپور له مخې دا کار یې د پاکستان د پوځ تر فشار لاندې کړی وو، ده د یوټیوب او ټویټر په ګډون پر ټولنیزو رسنیو خپل حضور ته دوام ورکړی. د روانې میاشتې په لومړیو کې ده د یوه ټویټ په خاطر د یوې پاکستانۍ محکمې خبرداری هم ترلاسه کړی وو.
په پاکستان کې پر پوځ انتقاد د رسنیو لپاره سره کرښه ګڼل کېږي. په دې هېواد کې بلاګران، خبریالان او فعالان شکایت کوي چې دوی په یوه نه بل ډول بېرول کېږي او تهدید کېږي.
د ۲۲۰ میلیونه نفوس لرونکي پاکستان پوځ په کورنیو او بهرنیو چارو کې پراخ واک لري. د پوځ یوه ویاند د مطیعالله جان د تښتول کېدو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
ګڼ پاکستاني خبریالان په وروستیو کې د لنډې مودې لپاره توقیف شوي او داسې شک کېږي چې دا کار د پاکستان د پوځ استخباراتي اداره کوي. ویل کېږي دغه اداره هڅې کوي چې د پاکستان پر پوځ انتقادونه چپ کړي. پوځ دا تورونه ردوي.