Home » افغانستان » د پاکستان له زندان څخه ۱۵ افغان بندیان خوشي شول

د پاکستان له زندان څخه ۱۵ افغان بندیان خوشي شول

د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندان څخه ۱۵ افغان کډوال خوشې شوي دي.

دغه وزارت د دې خبر په خپرولو سره لیکلي، چې دغه کسان پرون (چهارشنبې، د تلې ۱۱مه) افغانستان ته راستانه شول.
د کډوالو چارو وزارت د تورخم د پولې د چارواکو په حواله ویلي چې دغه کسان له دې امله نیول شوي چې پاکستان ته د تګ قانوني اسناد یې نه لرل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ۱۵ افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستان له زندان څخه راخوشې شوي، هر یو یې د پېښور په زندان کې له ۱۵ ورځو څخه تر دوو میاشتو پورې بندیان وو.

د کډوالو وزارت زیاته کړې چې د پېښور له زندان څخه په خوشې شویو کسانو کې درې داسې کسان دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...