د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۵۳ افغانانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا کسان له د سپینبولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې کسانو کې د یوې کورنۍ اته غړي هم شامل دي.
له دې څه موده وړاندې هم د پاکستان له مختلفو زندانونو ۱۵ افغانان خوشې شوي وو.