Home » افغانستان » د پاکستان له زندانونو ۲۰۸ نور افغان زندانیان را خوشې شوي

د پاکستان له زندانونو ۲۰۸ نور افغان زندانیان را خوشې شوي

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو نور ۲۰۸ تنه بندیان خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغان بندیانو رضاکاره مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، دا کسان د محکمې له حکم وروسته خوشې شوې دي.

کاکړ وویل: “دې بندیانو خپله د قید موده پوره کړه او بیا افغانستان ته ولېږل شول. د دوی کېسونه یا دوسیې په محکمه کې څېړل شوې وې او محکمې ورته دا سزا ټاکلې وه چې د خپلې سزا له تېرولو وروسته افغانستان ته ولېږل شول.”

د سرپرست حکومت د بهرنیوچارو وزارت هم بېګا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۰۸ تنه افغان بندیان د پاکستان د سند ایالت له زندانونو خوشې شوي او د دوی په لګښت خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

منیزه کاکړ وايي چې اوس هم د سند په بېلابېلو زندانونو کې تر سلو پورې افغان وګړي بندیان دي.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې په هېواد کې د سیاسي بدلون وروسته زرګونه افغانان د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله او یا په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو لپاره پاکستان ته ولاړل چې د راپورونو له مخې له دې ډلې سلګونه کسان پاکستاني ځواکونو نیولي او زندانونو ته یې اچولي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...