Home » افغانستان » د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ افغان کډوال خوشي شول

د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ افغان کډوال خوشي شول

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ۵۴ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.

په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلي مشر، سید عبدالجبار تخاري وایي چې په خوشي شویو کسانو کې یوولس ماشومان هم شامل دي.

تخاري زیاتوي چې د پاکستان په سند ایالت کې شاوخوا ۵۰ نور افغان کډوال بندیان دي چې د خوشي کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د تخاري په وینا چې کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ په هڅو تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ زره ۱۱۱ افغان کډوال له زندانونو خوشي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

بلخوا د پاکستان پولیسو ویلي چې یاد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې ‌ډېر شمېر افغانان د قانوني اسنادو په لرلو سربېره بیا هم زنداني شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...