د کډوالو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۳۶ تنه افغانان خوشي شوي او بېرته وطن ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت په ټوییټر کې لیکلي، چې دا ۳۶ تنه آزاد شوي او ډيپورت شوي افغان مهاجر د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د وږي په ۸ مه هېواد ته راستانه شول.
د چارواکیو په وینا ياد کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د ۱۵ ورځو څخه تر يوې مېاشتې په بند کې وو او له آزادېدو وروسته د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول.
سرچينه زياتوي، چې ياد خلک د ثبت او راجستر وروسته د لومړنيو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.