د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه ۴۴ افغان کډوال خوشې او د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل، سید عبدالجبار تخاري ویلي چې د ۲۱ محصلینو په ګډون دا افغانان د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله بندیان شوي وو.
تخاري زياته کړې چې دا افغانان د زندان د مودې له پوره کېدو سره سره په زندانونو کې ساتل کېدل او په کراچۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ په هڅو خوشې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور زنداني شوي دي.
خو په کراچۍ کې د افغان قونسلګرۍ په هڅو یو شمېر دغه افغانان خوشې او بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.