د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له بندخونو د ۱۳ افغان کډوااو د خوشې کېدو خبر ورکړی.
یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له بندخونو دا خوشې شوي کسان د چنګاښ په ۱۲ هېواد ته راستانه شوي دي.
بلخوا ننګرهار کې د تورخم مسوولینو ویلي چې دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له یوې تر لسو میاشتو په پاکستان کې بندیان وو.
د ویلو ده چې په پاکستان کې زیات شمېر افغانان ژوند کوي او دا هېواد هره ورځ سلګونه افغانان نیسي او بېرته یې رالېږي.