Home » افغانستان » د پاکستان صدراعظم: نور په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو
رویداد خبري آژانس
پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم: نور په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د ده حکومت په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د څو لسیزو پالیسي او په افغانستان کې د «دوست» حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د عمران خان له قوله ویلي، چې د افغانستان هر حکومت چې د خلکو له لوري غوره شوی وي او له پاکستان سره معامله کولی شي، پاکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونه کړي.

د پاکستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي پر پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور دی چې طالبانو او د هغو مشرانو ته یې پناه ورکړې، په ۱۹۹۶ کې یې واک ته د هغو له رسولو سره مرسته وکړه او حتی د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو پر ضد په جګړه کې یې له هغو سره مرسته وکړه.

د پاکستان د سفارت خبرپاڼه زیاتوي صدراعظم عمران خان وویل چې د افغانستان سوله د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ډېر تړاو لري چې د روغې جوړې لار هواره کړي او د نورو وینې تويدنې مخه ونیسي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...