Home » سیمه او نړی » د پاکستان د کابينې دفتر: عمران خان نور د پاکستان لومړی وزير نه دی

د پاکستان د کابينې دفتر: عمران خان نور د پاکستان لومړی وزير نه دی

په پاکستان د سياسي لانجو اوج ته د رسېدو په ترڅ کې، پرون يک‌شنبه د (وري په ۱۴مه) د دې هېواد ولسمشر عارف علوي پارلمان لغوه کړ؛ خو له دې اعلان وروسته د کابينې دفتر هم اعلان کړه چې عمران خان نور لومړی وزير نه دی.

کابينې دا اعلان پرون ناوخت کړی او دليل يې دا په ګوته کړی، چې ولسمشر علوي پارلمان لغوه کړی او په دې توګه عمران خان هم د لومړي وزير پر څوکۍ نه شي پاتې کيدای.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي بېګاه شپه په خپل ټوېټر کې ولېکل، چې عمران خان به تر هغې خپل کار ته دوام ورکړي، څو چې سرپرست لومړی وزير ټاکل شوی نه وي.

پرون د پاکستان په پارلمان کې د حکومت مخالفو سياستوالو غوښتل عمران خان ته د باور او يا هم د نه باور رايې ورکولو بهير پيل کړي؛ خو د پارلمان مرستيال رئيس ياد بهير ناقانونه وباله او يوه بل وخت ته يې وځنډوه.

له دې سره د پاکستانن ولسمشر بيا د عمران خان په غوښتنه پارلمان لغوه کړ.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې ...