اکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د بلوچستان ایالت کویټې ته په ۴۰ کیلو مترۍ کې د چاودنې له امله ۱۱ کان کیندونکي وژل شوي دي.
اکسپرس تریبون د بلوچستان دولت د ویاند، شهید ریند په حواله راپور ورکړی چې دا چاودنه د ګازو له امله شوې ده.
ویل کېږي چې د ژغورنې ټيم د دوی د ژغورلو هڅه کړې، خو په پایله کې یې د ۱۱ کان کیندونکو مړي موندلي دي.
د راپورونو له مخې، چې چاودنې کان ته ډېر نور زیانونه هم اړولي او ډېری برخې یې نړېدلې چې یو شمېر نور کارګر هم پکې ایسار دي.
د چارواکو په وینا چې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي، خو د درنې چاودنې او ویجاړیو له امله کان کیندونکو ته پر وخت رسېدنه سخته شوې ده.
د ویلو ده چې د بلوچستان په ګډون په پاکستان کې ډېر شمېر کان کیندونکي افغان کډوال دي چې تر دې وړاندې هم په ورته پېښو یا د وسلهوالو بریدونو له امله وژل شوي دي.