د پاکستان د پنجاب ایالت له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځانګړې ادارې دوه تنه لوړ پوړي افسران د یوه نامعلوم وسله وال لخوا وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې دا پېښه پرون د پنجاب ایالت په خانیوال سیمه کې رامنځته شوې ده. د خانیوال سیمې د پولیسو مشر ویلي چې د نوید صادق او ناصر بټ په نومونو دغه دوه افسران د سړک په غاړه په یوه هوټل کې ډوډۍ خوړه چې یوه وسله وال تن پرې ډزې کړي او دواړه يې وژلي دي.
پولیسو ویلي چې بریدګر له سیمې څخه تښتېدلی او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو خپره شوې ده، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي نوید صادق ته د زړورتیا مډال ورکوي.