د پاکستان يوې پوځي سرچينې له رسنيو په خبرو کې ويلي، چې د دغه هېواد د پوځ يوه قومندان (صوبدار) پر خپلو نورو پوځيانو ډزې کړي او وژلي يې دي.
سرچينو ويلي چې دا پېښه پرون يکشنبه د (مرغومي په ۱۹مه) د قبايلو اړوند په شاه کڅ سيمه کې د پوځ اړوند په يوې ودانۍ کې دننه رامنځته شوې ده.
دې سرچينې دا هم ويلي، په ياده ودانۍ کې د تحريک طالبان پاکستان ډلې نيول شوي غړي ساتل کېږي او په کې دننه د پوځ يوه قومند د ۳ سرتېرو له وژلو وروسته ځان هم وژلی دی.
سرچينې دا نه دي ويلي چې د يادې پېښې علت څه دی؟ د پاکستان پوځ هم تر اوسه د يادې پېښې په اړه رسنيو ته کوم څه نه دي ويلي.