Home » سیمه او نړی » د پاکستان د هوایي ځواکونو یوه الوتکه په پینډۍ کې غورځېدلې
رویداد خبري آژانس

د پاکستان د هوایي ځواکونو یوه الوتکه په پینډۍ کې غورځېدلې

د پاکستان د هوایي ځواکونو یوه الوتکه د یاد هېواد په پینډۍ کې را نسکوره شوې ده، خو چارواکي وایي چې پیلوټ یې د الوتکې تر غورځېدو وړاندې له فراشوټ نه په استفادې خپل ژوند ژغورلی دی.

د پاکستاني پوځ د هوایي ځواک ویاند ویلي، تر اوسه معلومه نه ده چې الوتکه ولې غورځېدلې ده خو دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د الوتکو د غورځېدو پېښې زیاتې شوې دي چې تر ډېره یې لامل د پیلوټانو ناسم روغتیایي وضعیت بلل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...