Home » افغانستان » د پاکستان د ملي امنیت سلاکار:هند له افغان خاورې ترهګر پاکستان ته اړوي
رویداد خبري آژانس

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار:هند له افغان خاورې ترهګر پاکستان ته اړوي

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف ادعا کړې ده چې هند له افغان خاورې څخه وسله وال د ترهګریزو کړنو لپاره پاکستان ته اړوي.

موید یوسف له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هند باید د نورو په چارو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي ځکه چې د ده په خبره دا چاره د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کولی شي.

هغه پر هند تور پورې کړی دی چې ګوندې خپل وګړي افغانستان ته د کار په پلمه استوي خو هغوی ته په پټه دنده ورکړل شوې ده چې ترهګر پاکستان ته واړوي.

نوموړي د دغې ادعا په اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی خو ټینګار یې کړی دی چې د هند دا کار اسلام اباد ته د منلو نه دی.

هغه دغه راز د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرته طالبان په زور واک ته ورسېږي نو د دوی غبرګون به څه وي وویل، دوی په دې اړه د نړیوالې ټولنې تر غبرګون مخکې څه نه شي ویلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...