ټاکل شوې چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال «محمد خرم اغا» نن د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز بلوچ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد پلاوی به افغانستان ته په دوه ورځیني سفر کې له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو په سوداګریزو اړیکو خبرې وکړي.
اغلې بلوچ ټینګار کړی چې پاکستان له افغانستان سره د خلکو او سوداګریزو اړیکو پراختیا ته ژمن دی.
ویل کېږي چې د افغان سوداګرو د ډېرو شتمنیو د لېږد لپاره جدي هڅې روانې دي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې پاکستان ته صادر او واردېږي.
دې موضوع په پاکستان کې دا اندېښنې راپارولې چې کله ناکله په بېلابېلو پلمو د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد پر مخ بندرونه تړل کېږي.
د ویلو ده چې تېره اوونۍ پر افغانستان د پاکستان له بريدونو او د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ له وسلهوالې نښتې وروسته د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سوداګريزو توکو د لېږد بهير ټکنی شوی دی.