د پاکستان مرکزي بانک وايي، چې د دې هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې د ۲۸۰ ملیونه ډالرو زیاتیدو سره، د ۱۰ ملیاردو ډالرو څخه اوښتي دي.
په همدې حال کې د پاکستان د مالیې وزارت چارواکیو ویلي، چین پاکستان ته دخوندي پور د دوو ملیادو ډالرو د بېرته ستنولو موده غځولې ده او هیله یې ښکاره کړې ده چې روانه میاشت کې به د چین نه پاکستان ته ۳۰۰ ملیونه ډالرو نور هم ورکړل شي.
د مالیې وزارت چارواکي هیله من دي چې له چین وروسته به دسعودي عرب او د عربو متحده امارات به هم ډیر ژر له پاکستان سره مالياتي مرستې وکړي.
د مرکزي بانک لخوا د خپرو شویو شمیرو له مخې له مرکزي بانک سره د بهرنیو اسعارو زیرمې ۴ ملیارده او ۵۹۸ ملیونه ډالر او له سوداګریزو بانکونو سره ۵ ملیارده او ۵۴۰ ملیونه ډالر زیرمه شوي دي.