Home » سیمه او نړی » د پاکستان د اټم بم پلار عبدالقدير خان په روغتون کې ساه ورکړه

د پاکستان د اټم بم پلار عبدالقدير خان په روغتون کې ساه ورکړه

د پاکستان پياوړی ساينس پوه عبدالقدير خان چې په دغه هېواد کې د اټم بم د پلار په نوم هم مشهور و، نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) د اسلام اباد په يوه روغتون کې د بستر پرمهال د ۸۵ کلونو په عمر ساه ورکړه.

نوموړی له دې کبله چې پاکستان يې پر يوه اټومي قدرت بلل کړی، د پاکستانيانو له لوري خورا ستايل شوی او د درنښت وړ کس و. د کرونا پرمهال عبدلقدير خان څو ځله د همدې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر شوی هم و.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان او ولسمشر عارف علوي د نوموړي مړينه د پاکستان لپاره لويه ضايع بللې او له همدې امله د پاکستان ولس ته تسليت ويلی دی.

له دې وړاندې پر عبدالقدير خان تور و چې له ايران، شمالي کوريا او لېبيا سره يې په ناقانونه توګه د اټومي وسلو د جوړلو تعاملات شريک کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...