Home » سیمه او نړی » پاکستان کې دوه واکمن وروڼه د پوځ لوی درستز پر ټاکلو مشوره کوي

پاکستان کې دوه واکمن وروڼه د پوځ لوی درستز پر ټاکلو مشوره کوي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په ۲۷مه غونډه کې له ګډون وروسته چې په مصر کې دايېره شوې، سيده انګليستان ته تللی دی.

که څه هم شهباز شريف له رسنيو پټ انګليستان ته تللی، خو پاکستاني رسنيو په دې اړه خپرو کړو راپورو کې ويلي، چې نوموړی انګليستان ته په دې موخه تللی څو دغلته له خپل مشر ورور او د پاکستان له پخواني لومړي وزیر نواز شريف سره د پوځ د لوی درستز د ټاکلو پر سر سلا مشورې وکړي.

د پاکستان حکومت که څه هم په رسمي توګه انګليستان ته د لومړي وزير شهباز شريف سفر نه دی تائيد کړی؛ خو د پاکستان د پوهنې وزير تنوير حسېن په يوه ټلوېزيوني بحث کې منلې چې شريف دا مهال په لندن کې دی.

نوموړي ويلي، شهباز شريف به له خپل ورور نواز شريف سره د پاکستان اړوند پر مهمو مسايلو چې يوه له هغو د پاکستان د پوځ لوی درستز ټاکل دي، بحث وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په دې اړه خپل خپاره کړي راپور کې ويلی، د لوی درستز د ټاکنې ترڅنګ به دواړه وروڼه د عمران خان له لوري پر پيلېدونکي اعتراض هم وغږېږي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې د پاکستان مخکينی لومړی وزير او د دې هېواد د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان به نن پنج‌شنبه يو وار بيا له پنجاب ايالت څخه د اسلام‌اباد پر لور له خپلو زرګونو پلويانو سره د حکومت ضد اعتراضيه تګ پيل کړي.

پر عمران خان کابو يوه اوونۍ وړاندې د اعتراض پرمهال وسله‌وال بريد وشو، چې په ترڅ کې يې نوموړی پر پښه ۴ ډزه ولګېد.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...