Home » سیمه او نړی » د پاکستان حکومت ته د تحریک انصاف ګوند لخوا د پراخ لاریون خبرتیا

د پاکستان حکومت ته د تحریک انصاف ګوند لخوا د پراخ لاریون خبرتیا

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان اړوند (تحریک انصاف) ګوند نن (شنبې، دلوې ۲۰مه) د پراخ لاریون خبر ورکړی.

دوی په خپلې خبرتیا کې له خپلو پلویانو غوښتنه کړې چې په لویه کچه په دغه لاریون کې برخه واخلي.

دوی دا خبرتیا داسې مهال ورکوي چې پرون (جمعه) د پاکستان حکومت په اسلام اباد او پنجاب کې پر هر ډول سیاسي، ټولنېزو غونډو او لاریونونو بندیز اعلان کړ او ویلي یې دي که څوک له قانونه سرغړونه وکړي نو سخت چلند به ورسره وشي.

بلخوا د خېبر پښتنونخوا اعلی وزیر علي‌امین ګنډاپور چې د دغه ګوند مشري هم کوي ویلي، چې دوی ته دا ورځ یوه توره ورځ ده.

د نوموړي په خبره د دوی ګوند د فبرورۍ په اتمه د دې لپاره د تورې ورځ په توګه غندي چې پر دې ورځ یې مشر «عمران خان ته اچول شوې رایې» غلا شوې دي او په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت او د ټاکنو کمېسیون د پروسږ کال ټاکنو کې د هر ډول درغلیو تورونه رد کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...