ټاکل شوې نن د ډيسمبر په ۹مه د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان يا TTP ترمنځ شوی يو مياشتنی اوربند پای ته ورسېږي.
د دواړو لوريو ترمنځ دا اوربند د تېر نومبر په ۸مه اعلام شوی و چې د همدې مياشتې له ۹مې نافذ شو. خو د پاکستان په حکومت کې دننه ځينو سرچينو نړيوالو رسنيو ته تائيد کړې چې د اوربند پرمهال هم له تحريک طالبان پاکستان سره د افغان طالبانو په منځګړيتوب خبرې شوي دي.
دې سرچينو زياته کړې، ډېره هيلهمندي شته چې د يادو مذاکراتو په ترڅ کې به دغه يو مياشتنی اوربند نور هم وغځول شي او دواړه خواوې به يې پر مراعت کولو مکلفې شي.
تر اوسه تحريک طالبان پاکستان يا TTP په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي. د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند پرمهال پاکستان ويلي و چې له يادې ډلې سره مذاکرات د افغان طالبانو په ځانګړې توګه د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني په منځګړيتوب په کابل او خوست کې شوي وو.