Home » سیمه او نړی » د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۲ تنه مړه شوي

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د ترافيکي پېښې له امله ۲۲ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې کشمير په سوډنوټي سيمه کې يو مسافر وړونکی بس موټر له سړک څخه کندې ته پرې‌وتی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۲ تنه په کې مړه شوي دي.

د کشمير ځايي چارواکو ويلي، چې په بس موټر کې د تخنيکي ستونزې له امله ياد موټر د چلوونکي له واک وتلی او له سړک څخه ۵سوه متره لاندې پرې‌وتی دی.

په دې پېښه کې ۵ تنه ټپيان شوي هم دي چې د چارواکو په خبره د بېړنۍ درملنې په موخه په سيمه کې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ياد مسافر وړونکی بس موټر له کشمير څخه لاهور ته پر لار چې سوډنوټي سيمه کې د تخنيکي ستونزې له امله له پېښې سره مخ شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...