د پاکستان پوځ ویلي امنیتي ځواکونو پرون (سه شنبې، د مرغومي ۲۵مه) د هېواد په شمال لوېدیځ کې د وسله والو په پټنځایونو باندې په دوو چاپو کې لږ تر لږه اته وسله وال وژلي دي.
د راپورنو له مخې د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې دا چاپې د خیبر پښتونخوا د ټانک او تیرا په ولسوالیو کې شوي، خو پوځ په دغو چاپو کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا د پاکستاني ط.ل.بانو هم تر اوسه د پوځ د دې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخواه ایالتونو کې د بریدونو او ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ راپور ورکړی چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۳۸۳ سرتیري او ۹۲۵ وسلهوال په بېلابېلو بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.