Home » افغانستان » د پاکستان استازی د دوحې په ناسته کې ګډون کوي
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

د پاکستان استازی د دوحې په ناسته کې ګډون کوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، آصف درانی به سبا د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

یاد وزرات په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې ناسته کې د دوراني ګډون له نړۍ سره د افغانستان د تعامل او په یاد هېواد کې د ثبات راوستلو په برخه کې د پاکستان د هڅو په مانا دي. 

د دوحې ناسته به د روانې اوونۍ د یکشنې او دوشنبې په ورځو د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګویترش په کوربتوب ترسره شي.

که څه هم د اسلامي امارت غړي یادې غونډې ته دعوت شوي، خو تر اوسه په غونډه کې د ګډون لپاره پرېکړه نه ده شوې.

تر دې وړاندې د ایران او روسیې استازو هم ویلي وو چې د افغانستان په اړه به د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...