Home » سیمه او نړی » د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د پاکستاني پوځ په موټر ځانمرګی برید وشو

د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني پوځ په یو موټر د ځانمرګي برید له امله پنځه پاکستاني پوځیان وژل شوي او پنځه ویشت نور ټپیان شوي دي.

د پېښې مسوولیت بلوڅ بېلتون غوښتونکو منلی.
په یاد برید کې د پاکستان د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د کورنۍ شپږ غړي هم ټپیان شوي دي.

یو شمېر نړیوالو رسنیو هم دا برید ځانمرګی بللی او ویلې یې دي چې برید د پاکستاني پوځ په بس موټر شوی دی.

په دغه برید کې د بلوچستان څلورو ملکي وګړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان پوځ دولتي ادارو د دغه برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د پاکستان په پوځ مرګوني بریدونه ترسره شوي چې مسوولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې په غاړه اخیستی و

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...