Home » سیمه او نړی » د پاکستاني پوځ پر کاروان ځانمرګي‌ بريد کې نهه پوځيان وژل شوي

د پاکستاني پوځ پر کاروان ځانمرګي‌ بريد کې نهه پوځيان وژل شوي

د خيبر پښتونخوا د بنو په جاني خېل سيمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو د موټر پر کاروان بريد شوی چې په ترڅ کې یې نهه پوځيان وژل شوي‌ دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ISPR) له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځانمرګی بريدګر پر موټرسايکل سپور و چې د پوځ‌ کاروان سره نژدې یې چاودنه کړې ده.

ويل کېږي په دې بريد کې پنځه تنه پوځيان ټپیان شوي هم ‌دي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر انوارلحق کاکړ دغه پېښه غندلې او وايي، “په بريد کې ګڼ شمېر ساتونکي ټپيان شوي‌ دي.”

د ځايي پوليسو په وينا، پر موټرسايکل سپاره ځانمرګي د جاني خېلو په سيمه کې د مالي خېلو پوستې ته نژدې هغه مهال چاودنه کړې چې د امنيتي‌ ځواکونو کاروان له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...