Home » سپورټ » د پاریس المپیکي لوبو کې د روسیې او بېلاروس د لوبغاړو د ګډون پر ضد کمپاین

د پاریس المپیکي لوبو کې د روسیې او بېلاروس د لوبغاړو د ګډون پر ضد کمپاین

د اروپايي پارلمان غړو د المپیک له نړیوالې کمېټې غوښتي چې په پاریس کې د ۲۰۲۴ کال په المپیک کې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو ته د انفرادي ګډون پر ځای په دې لوبو کې د هغوی د ګډون مخه ونیسي.

د دې پارلمان چې ۴۶ غړي لري، د سپورت کمېټې پرون د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د دوو ساعتونو لپاره په دې اړه بحث وکړ.

اروپايي پارلمان همداراز پلان لري چې پر اوکراین د یرغل په خاطر د دې دواړو هېوادونو د لوبغاړو او چارواکیو د ګډون د مخنیوي د طرحې په اړه یو راپور هم چمتو کړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...