ټوییټر ټولنییزې شبکې خپله لوګو بدله کړه او د شنې مرغۍ پر ځای یې ایکس – x خپله نوې لوګو وټاکله.
د ټوییټر مالک او د نړۍ تر ټولو شتمن کس ایلان ماسک تېره ورځ اعلان کړی وو، چې له مرغیو سره د خدای پاماني وخت را رسیدلی دی.
نوموړي یکشنبه پر خپل ټویټر یوه پیغام کې لیکلي “موږ به ژر د ټویټر له برنډ او په کرار کرار له ټولو مرغیو سره خدای پاماني وکړو.”
ټوییټر د دوشنبې په ورځ خپله نوې لوګو بربنډه کړه، چې سپین x چې شاه به یې توره وي.
د ټوییټر مالک او د دې ټولنییزې شبکې اجرائیوي مشرې نوې لوګو ښکاره کړه. نوموړې پر ټوییټر لیکلي دي، چې ایکس دلته دی، راځۍ، چې ترسره یې کړو.
ټویټر کمپنۍ تر هغې وروسته چې د ۲۰۲۲ کال اکتوبر کې ماسک پېرلې، خپل سوداګریز نوم (اېکس) کارپ ته اړولی.
د رپوټونو له مخې دغه میلیاردر غواړي د (اېکس) په نوم یو ‘سوپر اپ’ جوړ کړي چې د چین ‘ويچټ’ ته به ورته وي.
په همدې حال کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د دې ټولنییزې شبکې ډیری کاروونکي د ماسک له دې پریکړې څخه خوښ نه بریښي.