د ا.ا د ټولګټو وزارت ویلي چې د سالنګ لویه لاره نن دوشنبه د کب په ۱۴مه د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصېږي.
د ا.ا د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس ویلي چې دوې ورځې کېږي چې د سالنګ د لویې لارې پاکول جریان لري او نن ورځ به یاده لاره د ترافیکو او مسافر وړونکو موټر پر مخ خلاصه شي.
د سالنګ لویه لاره د واورې، طوفان او د لیدلو وړ د ساحې محدودیت څلور ورځې کېږي چې د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو پر بنسټ په سالنګ کې د واورې زیاتوالی تر درې مترو رسېدلی او تر اوسه ۲۹ ځلې واوره ښوییدلې ده.