Home » سیمه او نړی » د ټلګرام بنسټ اېښودونکی، پاول دوروف په پاریس کې ونیول شو

د ټلګرام بنسټ اېښودونکی، پاول دوروف په پاریس کې ونیول شو

د نړیوالو رسنیو له قوله روسی – فرانسوي میلیارډر او د ټلګرام بنسټ اېښودونکی پاول دوروف (شنبې، د وږي۳مه) د پاریس په «Bourget» هوایي ډګر کې نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، دوروف په ټلګرام کې د لیدونکو د کمښت لپاره د فرانسې پولیسو ته د ځواب ورکولو په موخه تر څېړنې لاندې نیول شوی، د دوی په باور په دې پلټفارم کې مجرمانه فعالیتونو ته زمینه برابره شوې ده.

ټلګرام د ټولنیزو شبکو څخه د یوې اصلي شبکې په توګه چې نږدې یو میلیارډ کارونکي لري په ځانګړې توګه په پخواني شوروي کې، نوی د زیاتې پاملرنې وړ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه ټلګرام او د فرانسې د کورنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د روسیې د کورنیو چارو وزارت په چټکۍ غبرګون ښودلی او د لوېدیځ له ملکي سازمانونو یې غوښتي چې د دوروف د خوشي کولو لپاره اقدام وکړي.

پاول دوروف او ورور یې په ۲۰۱۳ کې ټلګرام جوړ کړ. دوروف په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه هېواد پرېښود چې د روسیې د حکومت له خوا د مخالفو ډلو د ځپلو لپاره له فشار سره مخامخ شو.
په دې پلټفارم کې د فشار د زیاتوالي له امله، په ټوله نړۍ کې د ټلګرام کاروونکو باندې د دې نیولو د اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...