Home » سیمه او نړی » د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ټروډو، د دوشنبې په ورځ د مرغومي ۱۷مه له خپلې دندې استعفا وکړه، نوموړي اعلان وکړ چې د لومړي وزير د څوکۍ پرېښودو سربېره د لیبرال حزب مشري هم پرېږدي.

ټروډو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې په نوموړي د خپل ګوند له لوري سیاسي فشارونه او نا رضایتۍ زیاتې شوې، هغه له ۲۰۱۵ کال څخه وروسته د کاناډا د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ یاد خبر ته په غبرګون کې یو ځل بیا دا غوښتنه کړې چې کاناډا دې د متحده ایالاتو سره یو ځای شي.

ټرمپ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، چې په کاناډا کې ډېری کسان غواړي چې دغه هېواد دې د امریکا ۵۱ ایالت شي او دا ګام کولای شي، چې د تعرفو او مالیاتو په کمولو کې مرسته وکړي

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...