Home » سیمه او نړی » د ټرمپ څرګندونې د هغو بمونو د بیې په اړه چې پر یمن غورځول کېږي
رویداد خبري اژانس
رویداد خبري اژانس

د ټرمپ څرګندونې د هغو بمونو د بیې په اړه چې پر یمن غورځول کېږي

د امریکا پخواني ولسمشر په یوه وینا کې اعلان وکړ چې هر بم چې پر یمن غورځېږي یو میلیون ډالر لګښت پرې راځي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکو کاندید او پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په خپله وینا کې اعلان وکړ چې هر بم چې پر یمن وغورځیږي د امریکا متحده ایالاتو ته به یې تاوان ډېر شي.

ټرمپ په مشیګن کې خپلو پلویانو ته وویل: “موږ پر یمن بمباري کوو، او د هر بم یو میلیون ډالر لګښت راځي، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې موږ ډېر خلک وژنو.”

  تر دې مخکې ټرمپ په یمن کې د امریکا له هوايي بریدونو وروسته د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر ادارې نیوکې کړې وې.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “موږ یو ځل بیا په ټول منځني ختیځ کې بمونه غورځوو، او زموږ د دفاع وزیر چې پنځه ورځې وړاندې ورک شوی، په روغتون کې په خپل لپ ټاپ کې جګړه تعقیبوي.”

 ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې په سره سمندرګي کې د امریکا او برتانیې د بریدونو د دوام اعلان کړی، چې د یمن پوځ تل ویلي، تر څو چې اسرائیلي رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، د دغه رژیم پر کښتیو او یا د اشغالګرو پر کښتیو به بریدونه دوام وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...