Home » سیمه او نړی » د ټرمپ ټاکنیز ټیم د زندان عکس له خپریدو وروسته ملیونونه ډالره را ټول کړي دي

د ټرمپ ټاکنیز ټیم د زندان عکس له خپریدو وروسته ملیونونه ډالره را ټول کړي دي

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټاکنیز ټیم وايي تر هغې وروسته چې پولیسو تېره پنجشنبه د جورجیا ایالت د مرکز اتلانتا په زندان کې د هغه عکس واخیست، څه باندې اووه میلیون ډالر یې راټول کړي دي.

د دغو پيسو ډېره برخه د هغو ګیلاسونو یا پیالو، کمیسونو او نورو سوداګریزو توکو له پلوره ترلاسه شوې، چې د نوموړي همدغه عکس پرې چاپ شوی دی.

ټرمپ، چې د امریکا راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم له جمهوریپال ګونده نوماند دی، زندان کې د څو دقیقو له تېرولو وروسته د ۲۰۰ زره ډالرو په ضمانت بېرته خوشې شو.

هغه د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال دغه ایالت کې د ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د دسیسې په تور بندي شوی و، چې د ۲ لکه ډالرو ضمانت په ورکولو سره بېرته را خوشې شو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...