Home » سیمه او نړی » د ټرمپ لخوا امریکا ته د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شول

د ټرمپ لخوا امریکا ته د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شول

په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د بیا میشت کېدو د یوې ادارې مسوولینو (دوشنبې د سلواغې لومړۍ نېټه) ویلي چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د یوې پرېکړې له امله د نږدې ۱۶۶۰ افغانانو د الوتکو پروازونه لغوه شوي دي.

هغوی چې پروازونه یې لغوه شوي یو شمېر یې د امریکا د پوځ د فعالو غړیو د کورنۍ غړي دي.

د راپورنو له مخې یو شمېر امریکایي چارواکو هم د رویټرز خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دې کسانو کې چې پروازونه یې لغوه شوي، د هغو افغانانو واړه ماشومان هم شامل دي چې همدا اوس په امریکا کې مېشت او په تمه دي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د ټرمپ حکومت تازه پرېکړې د زرګونو هغو افغانانو برخلیک هم نامعلوم حالت سره مخ کړ چې لا هم په افغانستان یا پاکستان کې دي او په متحده ایالاتو کې د بیا مېشت کېدو لپاره د کډوالو په توګه منل شوي دي.

سره له دې چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ د وفادارۍ لوړې په مراسمو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې میلیونونه هغه کډوال به وباسي چې په امریکا کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري، خو د قانوني کډوالو د پروګرامونو په هکله یې څه نه دي ویلي.

سپینې ماڼۍ او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت چې د کډوالو پروګرامونه څاري، تر اوسه د دې موضوع په اړه د وضاحت لپاره ځواب نه دی ورکړی.


شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...