د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ خور مرین ټرمپ باري په یوه مرکه کې ویلي چې ورور یې (ټرمپ) یو بې رحمه او دروغجن انسان دی.
واشنګټن پوسټ د مرین هغه خبرې چې په پټه ثبت شوې خپرې کړې دي. مرین په دغو خبرو کې وایي چې ټرمپ هیڅ اصولو ته ژمن نه دی او په خبره یې، ورور یې یو دروغجن، بې رحمه، غیر اصولي او هیڅ د باور وړ کس نه دی.
مرین ټرمپ باري متقاعده فدرالي قاضي او د ټرمپ مشره خور ده.
نوموړې وایي، ټرمپ په ۱۹۸۰ میلادي کال کې له دې او ټولې کورنۍ سره یې خیانت کړی دی نو پر همدې بنسټ په هیڅ صورت له ټرمپ څخه د هېواد پر وړاندې د عدالت تمه نه لري.