Home » سیمه او نړی » د ټرامپ ټاکنیز کمپاین، ایران د کورنیو اړیکو په هېک‌کولو تورن کړی

د ټرامپ ټاکنیز کمپاین، ایران د کورنیو اړیکو په هېک‌کولو تورن کړی

د ډونالډ ټرامپ ټاکنیز ټیم پرون (شنبې، د زمري ۲۰مه) ادعا کړې چې د دې کمپاین یو شمېر کورنۍ اړیکې هېک شوې او دا پېښه یې د ایران کار بللی دی.

د ټرامپ د ټاکنیز کمپاین ویاند، استیون چونګ په یوه بیانیه کې ویلي: “دا اسناد په غیرقانوني توګه لاس ته راغلي او موخه یې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې لاسوهنه او د ګډوډۍ رامنځته کول دي.”

دا ادعا له هغې وروسته شوې چې پولیټیکو خبري وېبسایټ په یو راپور کې لیکلي و: “له یو ناپېژانده ادرس څخه مو اېمیلونه تر لاسه کړي چې د ټرامپ د کمپاین اړوند اسناد دي.”

په ورته وخت کې د ټرامپ کمپاین د خپلې ادعا لپاره هېڅ شاهد نه دي وړاندې کړي.

بلخوا ایران په چټکۍ دا ادعا رد کړې او په ملګرو ملتونو کې یې د خپل استازي له لوري اعلان کړی چې د دوی حکومت د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې لپاره هېڅ موخه او انګیزه نه لري.

د امریکا او ایران دا کړکېچونه د ټرامپ د ولسمشرۍ په دوره کې ډېر شوي وو او د قدس اردو د قومندان، قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته لا زیات شول.

د ویلو ده چې امریکا د ایران اړوند هېکرانو د پيدا کولو پر سر جایزه هم ټاکلې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...