د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف خبر ورکړی چې د ميدان ورګ ولايت په هېواد مېنه کې يې د داخلي بې ځايه شوو لپاره د اوبو رسولو شبکه پرانيستې ده.
يونېسف په دې اړه تازه نن چهارشنبه د (وري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه لېکلي، چې دغه شبکه د سولرونو په وسيله له کوهيانو اوبه را وباسي او بيا يې په منظم ډول کورنيو ته وېشي.
د دې ادارې په خبره، د اوبو رسولو دې شبکې له لارې به چې تازه يې د جوړولو کارونه بشپړ شوي، ټولټال ۵سوه کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه ورسول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا سېف د چلډرن په يوه تازه راپور کې د وچکالۍ له امله د لوږې د زياتوالي خبر ورکړی.
دې ادارې ويلي، چې وچکالۍ په افغانستان کې پر کرنې اغېز کړی او له همدې کبله کافي خوړو ته د ۵ ميليونه ماشومانو لاسرسی محدود شوی دی.