Home » افغانستان » د ولسي جرګې رییس د۱۳۹۹کال د کانکور مخکښ زده‌کوونکو سره ولیدل
رویداد خبري آژانس

د ولسي جرګې رییس د۱۳۹۹کال د کانکور مخکښ زده‌کوونکو سره ولیدل

د ولسي جرګې رئیس میررحمن رحماني نن دوشنبه د سپتمبر۲۸(تلې ۷) په ولسي جرګه کې د سږني کال کانکور ازموینه کې اول نمره شمسیه دویم نمره نعمت الله او درېیم نمره محمد مجتبی ته ستاینلیکونه ورکړل او له دوی سره یې نغدي مرسته وکړه.

د ولسي جرګې له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د دغې جرګې رئیس میررحمن رحماني نن له غرمې مخکې د سږ کال کانکور ازموینې د لومړي دویم او درېیم نمره ګانو سره لیدلي.

خبرپاڼه لیکي، د ولسي جرګې رئیس د دغه درې کسانو د هڅو ستاینه وکړه دوی ته یې د ولسي جرګې له ادرس ستاینلیکونه او د رحماني بنسټ له لورې یې ورسره نغدي مرسته وکړه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...