طالبانو د ولسمشر د لومړي او دویم مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی.
د طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد نن سه شنبه د سپتمبر ۲۲ (میزان ۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،چې د ولسمشر غني مرستیالان د یوه خاص پلان له مخې د دوی پرضد پروپاګند او ناسمې څرګندونې کوي.
طالبانو د امرالله صالح د تېرې ورځې او سرور دانش د وړمې ورځې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغوی له اسلامي احکامو څخه په سم ډول درک نه لري، نو ځکه یې پرضد ناسمې څرګندونې کوي.

طالبانو په یاده اعلامیه کې ویلي، په اسلام کې فقهي احکام قوانین بلل کیږي چې طبعا به په ټولنه تطبیق کیږي او په ټوله نړۍ کې له قوانینو څخه سرغړونه جرم پيژندل کیږي او مجرمین مجازات کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په ارګ کې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت یوې ناستې ته وویل چې طالبان له اسلام څخه سم درک نه لري او د دین خلاف چارې ترسره کوي.