Home » افغانستان » د وزيرستان قومي مشرانو د کورونو پرېښودو په اړه د پوځ غوښتنه رد کړه

د وزيرستان قومي مشرانو د کورونو پرېښودو په اړه د پوځ غوښتنه رد کړه

د سوېلي وزيرستان قومي مشرانو د پاکستان د پوځ هغه غوښتنه رد کړه، چې د پوځي عملياتو پيلولو له امله يې د کورنو د پرېښودو په اړه له ځايي اوسېدونکو کړې وه.

د مسيدو قومي مشران چې پرون جمعه د (غويي په ۱۶مه) په سوېلي وزیرستان کې سره جرګه شوي وو، پرېکړه کړې چې په سيمه کې د پوځي عملياتو له امله په هېڅ صورت د خپلو کورونو پرېښودو ته چمتوو نه دي.

دوی ټينګار کړی چې حکومت دې په قبايلي سيمو کې له فعالو وسله‌والو سره، له ممکنه اصولي لارې د سولې خبرو لار خپله کړي او له تشدد دې لاس په سر شي.

دوی له حکومت او وسله‌والو مخالفانو سره د ليدنو او د سولې په خبرو کې د اسانچارو په توګه د رول لوبولو په موخه، يوه ۳۰ کسيزه کمېټه هم جوړه کړې ده.

د پاکستان پوځ موده وړاندې د سوېلي وزيرستان په مکين او منديج سيمه کې د پوځي عملياتو د پيلولو په اړه خبر ورکړی او له همدې کبله يې خلکو ته امر کړی چې خپلو کور او کلی پرېږدي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...