Home » سپورټ » د وروستي ځل لپاره به نن ‘مسي’ او ‘رونالډو’ يو له بل سره د سيالۍ ډګر ته وځي

د وروستي ځل لپاره به نن ‘مسي’ او ‘رونالډو’ يو له بل سره د سيالۍ ډګر ته وځي

دغه لوبه نن د کابل پر وخت د شپې په نهه‌نیمې بجې د سعودي عربستان په ملک فهد لوبغالي کې ترسره کېږي.

په سعودي عربستان کې د فوټبال د یوې لوبې چې د نړیوال فوټبال دوه ستوري، لیونل مسي او کریستیانو رونالډو له یو بل سره د سیالۍ ډګرته وځي، یو ځانګړی ټکټ په ۲،۶ ملیون ډالرو پلورل شوی دی.

د يادې لوبې د یوه ځانګړي مېلمه ټکټ چې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، د سعودي عربستان د تفریحي چارو د دولتي ادارې په وینا هغه د مشرف الغامدي په نوم د سعودي یوه سوداګر پر۲،۶ ملیون ډالرو پېرلی دی.

لیونیل میسي په پاریسن جرمن لوبډله او کریستیانو رونالډو د سعودي په النصر لوبډله کې لوبیږي خو رونالډو د میسي د ټیم په وړاندې د ریاض ۱۱ په لوبډله کې چې د سعودي د غوره لیګونو غوره لوبغاړي په‌کې راټول شوي، لوبه کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...