Home » افغانستان » د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې سختو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ا.ا مسوولین وايي، د سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او دغه راز ګڼ شمېر کورونه او مېشت ځایونه ویجاړ شوي دي.

د باختر خبري اژانس په رپوټ کې د بغلان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس، مولوي هدایت الله همدرد له قوله ویل شوي، چې یوازې په دې ولایت کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه پنځوس کسه مړه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، کېدای شي د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو شمېر لوړ شي.

بلخوا د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه په یو پیغام کې ویلي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ځايي چارواکو ته امر شوی، چې د سېلاب ځپلو مرستې ته ورشي او له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...