Home » افغانستان » د هېواد په شپږو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پیلېږي

د هېواد په شپږو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسیناسیون پیلېږي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق “یونسېف” وايي نن د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسیناسیون څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.

تېره اونۍ هم په ګڼو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین ترسره شو چې څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان ته پکې واکسین ورکړ شو.

سره له دې چې په افغانستان کې په بیا بیا د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ترسره کېږي، خو د پولیو ویرس بیا هم پکې شته او همدا روان کال یې پنځه مثبتې پېښې ثبتې شوې

د یونسېف چارواکي وايي د ګوزڼ ضد واکسین کولو دا څلور ورځنی کمپاین په بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او ارزګان ولایتونو کې ترسره کېږي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...