Home » فرهنګی او ټولنیز » د هیل لس روغتیايي ګټې
رویداد خبري آژانس
هیل

د هیل لس روغتیايي ګټې

هیل چې ځينې کسان يې (لاچي) بولي، په افغانستان کې د نورو خوراکونو او څښاکونو تر څنګ په شين چای کې ډېره کارول کېږي، چې شين چای خوشبودار او خوندور کوي.

د دې تر څنګ هیل په نورو خوراکونو کې د ذايقې د ښه کولو لپاره کارول کېږي، خو هیل یا لاچي د ذايقې تر څنګ نورې ډېرې ګټې هم لري.

۱ د خولې بد بوی له منځه وړي، ټوخی او ايټکی پای ته رسوي.

۲ د کولمو سوزش، په هضمي سېستم کې ستونزې، د سينې سوزش او استفراق له منځه وړي.

۳ که په پخلي يا سبزيجاتو خوړلو کې له لاچي څخه ګټه واخيستل شي نو زړه روغ او پیاوړی وي.

۴ په چای کې د لاچي استعمال د وينې فشار نورمال ساتي.

۵ په يو ګلاس شودو کې د ګوتې د بند په اندازه ميده شوې لاچي واچوئ او ويې څښئ، د وينې له کموالي څخه به وژغورل شئ.

۶ که قبض ناروغي ولرئ او له لاچي څخه ګټه واخلئ، نو قبض به مو پایته ورسېږي.

۷ که له کېلې سره د لاچي دانې وخوړل شي، نو استفراق درېږي.

۸ د غاښ درد کموي، یوه دانه لاچي راواخلئ او کوم غاښ مو چې درد کوي په هاغه ځای کې یې کلک ونیسئ، درد به مو ارام شي.

۹- لاچي په وزن کمولو او یا هم په وزن نورمال ساتلو کې مرسته کوي.

۱۰ د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، د هاضمې پیاوړلو لپاره یې یو دانه خولې ته اچول ښه دي، او همدا ډول په چای یا خوراک کې یې استعمال هم د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...