د ا.ا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې اعلان کړی چې نن او سبا (د کب۸ او ۹ مه) په ۲۵ ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو اټکل شته.
د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دا اورښت د سالنګونو په ګډون په کابل، پروان، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، قندهار، زابل، ارزګان، ډایکنډي، غور، بامیان، وردک، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، لوګر، بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو کې اټکل شوی دی.
د هوا پېژنې ادارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
دې ادارې همداراز ویلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې به له ۱۰ تر ۵۰ سانتي مترو پورې واوره وشي.
د ویلو وړ ده چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ هېواد دی او سږنی ژمی د کم اورښت له امله دا اندېښنې زیاتې شوې دي.