د هوا پېژندنې اداره اټکل کوي چې، نن به د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه وشي چې له کبله یې د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې او دغه راز د هوا پېژندنې نړیوالو ادارو وړاندوینه کړې چې، نن به د ورښتونو له کبله په ځانګړي ډول د کوکچې، تالقان، بغلان، پنجشېر او غوربند سیندونو د اوبو سطحه لوړه او ښايي د سېلابونو د راوتلو سبب شي.
د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت هم په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې له هغو کسانو، چې د دغو سیندونو غاړو ته نږدې مېشت دي غوښتي چې د سېلاب خطر ته پام ولري.