د هوا په سړېدو سره د هېواد پر یو شمېر نورو ولایتونو سربېره د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د لرګیو د بیو له لوړوالي شکایت کوي او وایي، د سون لرګیو بیې دومره لوړې شوې چې د اخیستلو توان یې نه لري.
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالرزاق وایي، د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او زیاتره کورنۍ خپل ورځني لښګونه نه شي پوره کولای، نو ځکه خو اندېښنه لري چې د لرګیو لوړو بیو ته په کتو به روان ژمی څنګه تېروي.
عبدالرزاق زیاته کړه: “خلک زیات اندېښمن دي چې ژمی به څه ډول تيروي، ځکه ژمي کې هوا ډېره سړه وي، خلک پیسې نه لري زه په خپله هم کار کوم کله دوه سوه او کله درې سوه افغانۍ پيدا کوم او ځینې وخت هېڅ کار نه وي.”
هغه وايي، د تېر کال په پرتله د لرګیو بیې دوه برابره لوئي شوي چې خلک یې د اخیستلو توان نه لري.
د کابل ښار یو بل اوسیدونکی اکبر وایي، زیاتره خلک د لرګیو د لوړې بیې له کبله نشي کولای لرګي وپېري.
نوموړی له اړونده مسوولو ادارو غوښتنه کوي چې د لرګیو بیې کنټرول کړي، څو په ژمي کې بېوزله خلک له ستونزو سره مخ نشي.
اکبر زیاته کړه: “هېڅوک هم د یو خروار لرګیو د اخیستلو وس نه لري او له بلې خوا د خلکو کار او روزګار هم خراب شوی دی.”

د لرګیو پلورونکی، احمد شاه هم مني چې کابل ته د لرګیو پر وارېدېدلو د بندیز له کبله بیې د تېر کال په پرتله لوړې شوي دي.
د هغه په خبره تېر کال یو خروار لرګي په ۷۰۰۰ افغانۍ وو، خو سږکال بیا د یو خروار لرګیو بیه ۱۳ زره او ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
احمد شاه زیاتوي: “د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب شوی او څه ډول مو چې تېر کال د لرګیو خرڅلاو درلوده سږکال کال نشته، ځکه د خلکو کار روزګار نشته او خلک هم اندېښمن دي چې څه وکړي.”

په ورته مهال په کابل ښار کې د لرګیو د خرڅلاو ټولنې رییس امیر محمد کابلی د لرګیو د بیو د لوړوالي لامل د لغمان، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو څخه د حکومت له لوري د لرګیو پر انتقال بندیز یاد کړی دی.
کابلی زیاتوي: “هو د لرګیو بیې لوړې شوي او دوه لاملونه لري یوه خو د ځنګلونو پر پرېکولو بندیز لګېدلی او موږ په همدې اړه د کرنې وزارت له معین سره ناستې کړي او څو پیشنهادونه مو سوداګرۍ وزارت ته لېږلي او د دې وزارت له خوا نورو ارګانونو ته ېیږدل شوي، خو لا مو ځواب نه دی ترلاسه کړی.”
دا په داسي حال کې ده چې هرکال د هوا په سړېدو سره کابل ښاریان او نورهېوادوال د سون توکو له لوړې بیې شکایت کوي او وایې، چې په ژمي کې د سونتوکو ته د خلکو لاسرسی کمېږي.